
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 18, 2025 at 07:01 AM
خوست ښاروالۍ لسو کمیټو ته اړین لوازم وویشل
د خوست ښاروالۍ اړوند ښاري حکومتولۍ امریت له لوري د ښاري حکومتولۍ او ښاري کلتور ترویج د پیاوړتیا په موخه، ۸ دیني مدارسو او ۲ ښوونځیو کې د ښاروالۍ کمیټو ته اړین لوازم توزیع کړل چې له دې وړاندې ۱۲ مرکزي ښوونځیو کې یادې کمیټې فعالې وې.
په وېشل شویو توکو کې کراچۍ، ځانګړې واسکټونه، بېلچې، کولنګونه او د سرسبزۍ اړوند نور توکي شامل دي.
د یادونې ده، چې یاد تجهیزات به د ښوونځیو د چاپېریال د پاکوالي او ښاري اصولو سره د بلدتیا په برخه کې مرسته وکړي او دې سره په اووه ګونو ناحیو کې ۲۰ کمیټې فعاله شي.
