
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 18, 2025 at 10:06 AM
کندهار ښاروالۍ د لومړۍ داوطلبۍ دویمه خبرتیا
کندهار ښاروالي خپل ملکیت د لسمې ناحیې اړوند د شرقي لین په هډه کې څلورم نمبر غټ هوټل او حمام قرارداد د شرطپاڼې مطابق د یوه کال لپاره د ازادې داوطلبۍ له لارې په اجاره ورکوي.
ټول هغه اشخاص چې په شرایطو برابر وي او غواړي چې په داوطلبۍ کې ګډون وکړي خپل غوښتنلیکونه دې د ۱۴۰۴ کال د جوزا میاشتې له ۲۸ نېټې څخه بیا د سرطان میاشتې تر ۳ نېټې پورې د ښاروالۍ ریاست د تدارکاتو او قراردادونو امریت ته وسپاري او وروسته شرطپاڼه له مسؤول کس څخه ترلاسه کړي.
د اجارې له سرجمع څخه ۲۰ فیصده تضمین نقداً اخیستل کیږي او د داوطلبۍ مجلس به د روان کال د سرطان میاشتې پر ۴ نېټه د چهارشنبې په ورځ د سهار پر ۹ بجو د ټاکل شوي هیئت په حضور کې د تدارکاتو او قراردادونو په امریت کې ترسره شي.
د لا زیاتو معلوماتو لپاره په لاندې شمېرو اړیکه ونیسئ.
۰۷۰۷۱۵۹۷۱۸ / ۰۷۰۰۴۳۳۵۶۷
