د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 18, 2025 at 11:01 AM
لښکرګاه ښار د اته ګونو ناحيو د مسؤولینو سره ناسته ترسره شوه د لښکرګاه ښاروال حافظ صدیق صاحب نن په خپل کاري دفتر کې د اته ګونو ناحيو د عمومي مدیرانو سره ناسته ترسره کړه. حافظ صدیق صاحب د ناحيو عمومي مدیرانو ته يو لړ سپارښتنې وکړې؛ هغه په خپلو خبرو کي وويل: د تېرو کلونو باقيات بايد راټول شي، تاسو بايد هڅه وکړئ چې د سږکال د عوايدو د تحصیل تر څنګ د تېرو کلونو د باقیاتو تعرفې هم هغو ښاريانو ته ورکړئ کوم چې باقيات یې پر ذمه پاته دي. حافظ صدیق صاحب زياته کړه د ناحيو اړوند ساحو ته بايد جدي پاملرنه وشي، د چريو پاکوالی، د پارکونو ابیارۍ او د سړکونو جارو کولو په برخه کې بايد نظارت وشي، که چېرې په کومه برخه کې کمې لیدل کېدل بايد ستونزې یې پر وخت حل شي. د ناحيو د عمومي مدیرانو په استازولۍ د دویمې ناحیې عمومي مدیر حافظ مولوي عمير ښاروال صاحب ته ډاډ ورکړ چې ساحوي ستونزې به حل کوي او د عوايدو د تحصیل په برخه کې به پوره هڅه کوي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : لښکرګاه ښار د اته ګونو ناحيو د مسؤولینو سره ناسته ترسره شوه   د لښکرګا...

Comments