
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 18, 2025 at 11:08 AM
د مهترلام ښاروالۍ له لوري د ویالو او پلچکونو پاکولو چارې ترسره شوې
د مهترلام ښاروالۍ د تنظیف مدیریت د ښار د ښاري چاپېریال د پاک ساتنې او د اوبو د بهیر د عادي جریان د تضمین په موخه خپلې پلان شوې هڅې دوامدارې ساتلې دي، د همدې هڅو په لړ کې د ښاروالۍ زیارکښو کارکوونکو د لومړۍ او دویمې ناحیې اړوند ویالې او پلچکونه پاک کړل.
له یو شمیر ویالو او پلچکونو څخه راټول شوي کثافات، خځلې، خټې او نور جامد مواد لرې او پاک شول، چې له امله یې د اوبو جریان بېرته عادي حالت ته راوګرځېد.
مهترلام ښاروال مولوي رحمت الله شهامت د ښاروالۍ د تنظیفي کارکوونکو له هڅو مننه کوي او له ښاریانو غواړي چې د ویالو پر سر د کثافاتو له اچولو ډډه وکړي او د ښار پاکوالي ته جدي پاملرنه وکړي.
