
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 18, 2025 at 11:15 AM
خوست ښاروال انجینرانو ته: د ښار په ګڼنفوسه ساحو کې پیل شویو پروژو کارونه د شپې لخوا ترسره کړئ
خوست ښاروال مفتي شهزاد نور راشد، چې انجینري ټیم یې ملتیا کوله، له ماښام وروسته د ډاکټر بابري ګل کلینیک مخې ته د لښتیو او سړک اساسي جوړونې پروژې څخه د لیدنې پر مهال، شرکت مسؤولینو او د ښاروالۍ انجینرانو ته هدایت وکړ، چې یاده پروژه د ښار په ګڼنفوسه ساحه کې روانه ده، چې اکثریت پکې روغتونونه فعال دي او د ورځې لخوا ورته ناروغان راوړل کېږي؛ نو د ښاریانو د ښه سهولت په موخه د یادې پروژې زیاته برخه کار د شپې لخوا ترسره کړئ.
د یادونې وړ ده، چې خوست ښاروالۍ په ښار کې د ښاري خدمتونو ترڅنګ، د ښاریانو اړتیاوې په پام کې نیسي او هڅه کوي، چې ښاریان په یو پاک او معیاري ښار کې خپلې ورځنۍ اړتیاوې پوره کړي.
