
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 18, 2025 at 11:18 AM
اسعداباد ښار کې د پیاده لارو د خلاصون په موخه کمپاین ترسره شو
د اسعداباد ښار په بیلابیلو برخو کې د پیاده لارو د خلاصون په موخه جدي ګامونه اخیستل کیږي.
هڅه کیږي چې پیاده لارې د عامه ښاریانو پر وړاندې خلاصې شي، ترڅو عامه ښاریان د تګ راتګ پر مهال د ستونزو سره مخ نه شي.
د ښاروالۍ اداره په دې برخه کې هلې ځلې کوي ترڅو شته ستونزو ته د پای ټکی کیږدي.
