
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 19, 2025 at 08:19 AM
کندهار ښار په ۸ ناحيه کې د پنج اب ويالې غاړې سړک ګټې اخيستنې ته وسپارل شو
کندهار ښاروالۍ د خپلو پراخو انکشافي فعاليتونو په لړ کې څه موده مخکې د ۸ ناحيې اړوند د پنج اب ويالې غاړې سړک رغنيزې چارې پيل کړې وې.
اوس مهال د ياد سړک ټولې ساختماني چارې بشپړې شوې دي او ګټې اخيستنې ته سپارل شوی دی.
دا سړک تقريبا ۵۰۰ متره اوږدوالی او ۱۰ متره پلنوالی لري چې په رغولو کې يې هره ورځ ۳۰ کسان په کارکولو بوخت و.
