د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 19, 2025 at 08:20 AM
جلال اباد ښار پنځمه ناحیه کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه تفریحي پارک د جوړولو چارې جریان لري د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ او د UNOPS مؤسسې په تخنیکي همکارۍ د پنځمې ناحیې په څلورم ګذر کې په ۷۲۲۵ متر مربع ځمکه کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه تفریحې پارک د جوړولو چارې جریان لري. د جلال اباد ښاروالۍ د تخنیکي او سکټوري چارو ریاست په استازيتوب انجینر عبدالشکور سمسور، د ناحیې امر قاري نصیب الله ثاقب او ورسره مل پلاوي د پروژې له کارونو له نږدې لیدنه وکړه او د شرکت مسؤولینو ته یې د چارو د ښه والي په موخه لازمې سپارښتنې وکړې. په یاده پروژه کې د سیمې ۱۲۰ تنه کاریګر کار کوي. یاده پروژه به په نږدې راتلونکي کې په اساسي ډول جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. د سیمې اوسېدونکو د جلال اباد ښاروالۍ تر چتر لاندې د یادې پروژې په ترسره کولو خوښي وښوده او په راتلونکي کې یې د لا نورو پروژو د پلي کولو غوښتنه وکړه. د دې پروژو د تطبیق موخه د افغانستان په ښارونو او کلیو کې د لنډ مهاله کاري فرصتونو او لومړنيو خدمتونو وړاندې کول او د داخلي بې ځایه شویو او له ګاونډیو هېوادونو څخه راستانه شویو کډوالو لپاره د کار کولو زمینه برابرول دي. د جلال اباد ښاروالۍ رهبري هڅه کوي چې په تدرېجي ډول د داخلي عوایدو او همکارو مؤسسو په مرسته د ښار ټول عمومي او فرعي سړکونه او پارکونه په اساسي ډول ورغوي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : جلال اباد ښار پنځمه ناحیه کې د ۹ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه تفریحي...

Comments