د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 19, 2025 at 08:22 AM
مزارشريف ښاروالۍ میاشتنی اداري مجلس ترسره شو ‏ په چارو کې د لا ښې همغږۍ او پرمختګ په موخه د مزارشريف ښاروالۍ مرستيال مولوي محمد نسیم عابد په مشرۍ د ښاروالۍ میاشتنی اداري مجلس د ښاروالۍ سکټوري او تخنيکي رئیس استاد محمد جاوید مایار، د ښاروالۍ شرعي او حقوقي سلاکار مولوي بخت اللّٰه مظهري، د ښاروالۍ مجالسو او شوراګانو امر ملا عزت اللّٰه خالص، د ښاروالۍ دفتر امر علاءالدين مسلمیار، د ښاروالۍ دولس ګونو ناحیو امرینو او یو شمېر نورو کارکونکو په شتون کې ترسره شو. ‏ ‏د مزارشریف ښاروالۍ مرستيال مولوي محمد نسیم عابد د مجلس ګډونوالو ته ښه راغلاست ويلو ترڅنګ يې چارو کې پر شفافيت، ښه والي او چټکتيا، ښاریانو ته د غوره ښاري خدمتونو وړاندې کولو، ښاریانو ستونزو ته پروخت رسېدني په اړه لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړي. ‏ ‏همدارنګه د مزارشريف ښاروالۍ سکټوري او تخنيکي رئیس استاد محمد جاوید وويل: مزارشريف ښار کې د روانو پراختیایي پروژو کاري کيفيت څخه باید د ښاروالۍ انجنيران پړاو په پړاو څارنه ترسره کړي ترڅو پراختیایي پروژې په ښه کیفیت او د قرارداد شرطنامې مطابق پلې شي او د ښاروالۍ هر کارکونکو مکلف دی خپل کاري چارې د لایحې، اصولو او مقرراتو مطابق مخته بوځي.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : مزارشريف ښاروالۍ میاشتنی اداري مجلس ترسره شو ‏ په چارو کې د لا ښې همغږ...

Comments