د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 19, 2025 at 08:49 AM
غزني ښار په کټوازي ښارګوټي کې د کانال د رغونې چارې رسماً پیل شوې د غزني ښاروالۍ د ښاري پراختیايي پلانونو د پلي کېدو په لړ کې د ملګرو ملتونو د پروژوي خدمتونو د دفتر (UNOPS) په مالي ملاتړ د پنځمې ناحیې اړوند د کټوازي ښارګوټي په مهمو سیمه کې د یو بنسټیز کانال چارې د ۸ میلیونو افغانیو په ارزښت د رغولو چارې پیل شوې. یاد کانال ۵۴۳ متره اوږدوالی ۳ متره لوړوالی او ۱.۵ متره پلنوالی لري چې د سیمې د باراني اوبو د منظم جریان لپاره ځانګړی شوی. دا کانال نه یوازې د کثافاتو او نهرونو مخه نیسي بلکې د سړکونو د تخریب د کوڅو د چټلتیا او ناروغیو د خپرېدو پر وړاندې هم مهم خنډ ګڼل کېږي. د یادې پروژې د تطبیق له امله شاوخوا ۶۰ تنو ځوانانو ته د کار زمینه برابره شوې ده، چې دا به د خلکو د اقتصادي وضعیت پر ښه والي مثبت اغېز وکړي. د غزني ښاروالۍ تخنیکي ټیم په دوامداره توګه د پروژې څارنه کوي څو چارې د معیار شفافیت او ټاکل شوې مودې سره سم پرمخ ولاړې شي. ټاکل شوې چې پروژه به په ۳ میاشتو کې بشپړه شي او د کټوازي ښارګوټي لسګونه کورنیو ته به د پاک چاپېریال زمینه برابره کړي. غزني ښاروالۍ ژمنه لري چې د ښار د ټولو ناحیو په بنسټیزو برخو کې به پراخې رغنیزې او تنظیفې چارې عملي کوي څو یو سمسور پاک او معیاري ښار ولرو.
Image from د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست : غزني ښار په کټوازي ښارګوټي کې د کانال د رغونې چارې رسماً پیل شوې  د غز...

Comments