
د ښاروالیو چارو سمون عمومي ریاست
June 19, 2025 at 08:50 AM
میدان ښار د سړک غاړو نیالګیو د اوبو ځایونو د پاکوالي او جوړولو چارې دوام لري
د میدان ښار ښاروالۍ د سرسبزۍ او تنظیف مدیریت له لوري د کابل – کندهار لویې لارې په اوږدو کې، ولایت مقام ته څېرمه د نیالګیو د خړوبولو لپاره د اوبو ځایونو د پاکولو او جوړولو چارې نن پیل شوې.
یاد ځایونه چې وخت ناوخت د خاورې، کثافاتو او د بې احتیاطۍ له امله ډکیږي، د ښاروالۍ ریاست اړ کوي څو دا ځایونه پاک او بېرته د نیالګیو د خړوبولو لپاره برابر کړي. ښاروالۍ هڅه کوي چې دغه ډول ستونزې په اساسي ډول حل کړي، څو د سړک غاړو زرغونې ساحې له دوامداره خړوبولو څخه برخمنې شي.
ګرانو ښاریانو! د شنه چاپېریال د پایښت لپاره له ښاروالۍ سره همکاري وکړئ، نیالګي وساتئ او د خړوبولو ځایونه یې له ککړتیا خوندي کړئ.
