
نهضت - Nuhzat
June 19, 2025 at 11:55 AM
*لومړۍ برخه:*
په اسلامي شخصيت کې شپږم مهم عقیدوي صفت چې د رښتيني ايمان لپاره محک دی؛ هغه د اسلامي امت په وحدت عقیده لرل دي،
*دا هم عادي خبره نه ده بلکې د رښتيني مؤمن د عقیدې لوی اصل دی*
قرآن فرمايي:
*إِنَّ هٰذِهِۦٓ أُمَّتُكُمْ أُمَّةً وٰحِدَةً وَأَنَا۠ رَبُّكُمْ فَاعْبُدُونِ * (انبیاء ۹۲)
ترجمه:
*حقيقت دا دی چې دا ستاسو امت يو امت دی او زه مو رب يم نو زما عبادت وکړئ*
د امت وېشل په ملکونو، قومونو، تنظيمونو او مذهبونو د مسلمان په عقیده کې ځای نه لري.
د امت په وحدت ایمان لرل او د دې وحدت رامنځته کولو لپاره مسلسل هڅه او کار کول د ایمان برخه ده او له دې پرته ایمان نیمګړی دی. د مسلمانانو په نامه چې کوم خلک د قوم او نژاد په محورونو راټول دي، دوی په اصل کې خپل دا ايماني معیار(د امت د وحدت عقیده) له لاسه ورکړې نو ځکه هم په دوی کې د اسلامي شخصيت نور معیارونه لټول بې ځایه زحمت دی، په دوی کې د ايماني صفاتو يو عمده رکن نشته نو څنګه به مسلمان شخصیت ترې جوړ شي؟
د نشنليزيم او ناسیونالیزيم عقيدې لرونکو خلکو د ایمان دعوی تشه دعوی ده، اسلام په اسلامي امت کې د رنګ، قوم، ژبې او هر بل مادي تمیز معیارونه ختم کړي، دلته ټول مسلمانان وروڼه او يو شان دي، د لوړوالي معیار يوازې تقوی ده او بس.
لکه څنګه چې علماء فرمايي: الکفر ملة واحة
ترجمه: کفر (د مسلمانانو په خلاف ) يو ملت دی.
همدارنګه قرآن مسلمانانو ته ارشاد لري:
*مِّلَّةَ أَبِيكُمْ إِبْرٰهِيمَ ۚ هُوَ سَمّٰكُمُ الْمُسْلِمِينَ (الحج ۷۸)*
ترجمه:
*د خپل پلار ابراهيم ع ملت ياست هغه تاسې مسلمانان نومولي ياست*
نو د امت په يو والي عقیده د مسلمان د عقيدې مهم شاخص دی او په همدې محک سره هغه له نورو نژادپالونکو(نشنلستانو) خلکو څخه بېليږي،
داسلامي شخصيت په ايماني مهمو مواصفاتو کې دا صفت داسې دی چې له يوې خوا مسلمانان له تفرقې او په جاهلي معیارونو له وېشل کېدو ساتي او له بل پلوه مسلمان ته اجازه نه ورکوي چې د اسلام له حدودو بهر له چا سره د ژبې، قام او یا هېواد په نامه وحدت وکړي او له هغو سره ملت جوړ کړي.
د مسلمان ملت ابراهيمي ع ملت دی او يوازې له نورو مسلمانانو سره جوړيږي،
*له خپل پلار او مور پیدا شوی ورور چې له اسلام بهر وي دده د ملت برخه نه ده خو د نړۍ په بل سر کې د ده د عقيدې او فکر مسلمان ورور د ده د ملت غړی دی*
*په اسلامي شخصيت کې دا شپږ ایماني صفات او معیارونه د عقيدې او نړۍ ليد اساس جوړوي*
ـــــــــــــــــــــــ
❤️
❤
7