نهضت - Nuhzat
نهضت - Nuhzat
June 20, 2025 at 05:14 PM
د سوريې پر مجاهدينو سلام او د ايران پر منافقينو نفرين! سلام د سوريې پر مؤمنو مجاهدینو او د دوى پر بادرايت او اسلام ته ژمن مشرتابه چي پر ايران د تل ابیب د وحشیانه بريد په اړه ئې عاقلانه او مدبرانه دریځ غوره کړ، او په لوړ غږ ئې وویل: موږ به اجازه ورنه کړو چي د سوریې زمكه او فضا د ایران خلاف وکارول شي. هو؛ باید د لوړو او سترو اهدافو او مصلحتونو لپاره؛ هغه پخواني پرهارونه او ځوروني هېري كړو چي له يوه او بل لوري مو گاللي؛ پر انتقام او غچ ولاړ سياستونه او تگلاري لري پرېږدو، ټول ځواک پر لوی بهرني دښمن متمرکز كړو او داخلي دښمنۍ متوقف كړو. که اسراییل د ایران پر ضد په جګړه کې کومه لاسته راوړنه ولري؛ نو د غرور او بدمستي كچه به ئې څو ځله لوړه او زياته شي؛ بې له شکه چې بیا به سوریه د هغه يو له راتلونکو اهدافو وي؛ او دا هم یقیني ده چې ترکیه به هم د نتنياهو له شر خوندي پاته نه شي، پاکستان به هم یو بل هدف وي، بلکي حتی تر ټولو مهم هدف؛ هند به هم د پاکستان خلاف برید کي د اسراییل ملتیا کوي. ټول هغه هېوادونه چې د تل ابیب له بريدونو او شرارتونو سره مخ دي او ګواښل كېږي؛ باید له اوسني فرصت په استفادې سره دا شر او خطر د تل لپاره له منځه یوسي. که امریکا په هغه جګړه کې عملي ګډون وکړي چې اسرائیل د دې په استازیتوب پر ایران پیل کړې، خو کومه لاسته راوړنه و نه لري؛ نو ښایي د دې ماتي پایلي به د امریکا لپاره هماغسي وي لکه چي شوروي اتحاد په افغانستان كي د ماتي له كبله ورسره مخامخ شو. د دې نښي همدا اوس د امریکا په ځینو ایالتونو، په ځانګړې توګه تر ټولو شتمن او مهم ایالت «کالیفورنیا» کي راڅرګندي شوې. کالیفورنیا هم له اقتصادي اړخه او هم د نفوس له پلوه؛ د امریکا یو تر ټولو مهم او شتمن ایالت دئ؛ په دې ايالت كي له متحده ایالاتو د بېلېدو او خپلواکۍ خوځښت ډېر پیاوړی دئ او اوږده سابقه لري. په ايران كي وضعيت داسي دئ چي د رضا شاه زوى؛ (غلام زاده) پهلوي؛ او نور منافقين او غربپال سيكولران د كرايي جاسوسانو په توگه د اسرائيل په چوپړ كي دي؛ افسوس پر دوى او پر هغو سل ځله افسوس چي د دغو وطن‌پلورو د ننگين، منحط او غير ملي دريځونو حمايت كوي؛ دی له امریکا او اسرائیل غواړي چې هېواد یې ویجاړ او اشغال کړي، ایرانیان په وینو كي ورغړوي، تهران وسوځوي او پر دې شپاړس میلیوني ښار اتومي بم وغورځوي! ایا دا ئې هېر کړي چې امریکا د ده له پلار سره څه وکړل؟! ټول عمر ئې د امریکا په چوپړ کي تېر كړ، له ایران ئې د امریکا مستعمره او سیمه‌یز ژاندارم جوړ کړ؛ خو کله چې د هغه د توري او كرغېړني واکمنۍ توري شپې پای ته نږدې شوې؛ امریکا نه یوازي د ده له ملاتړ لاس واخیست، بلکي حتی ده او د ده کورنۍ ته ئې د ویزې له ورکولو هم ډډه وکړه!! حکمتیار
❤️ 2

Comments