
قـــلم اوڪتاب ڪــانال
May 22, 2025 at 11:45 AM
ځواني له سړي یوسي تور ویښته له سړي واخلي
کرار کرار لــګیا وي وخــت هر څه له سړي واخلي
و ښــــکلو ته دوهــــم ځــل د کتو اجـــازت نشته
په دا نـــو په اول ځل هغوی زړه له سړي واخلي
درویشه یو ځل شونډې در نژدې کړي او بیا لیرې
په ایـــشنده ګرمــۍ کې یار اوبه له سړي واخلي