
KDR News
June 19, 2025 at 05:49 AM
امریکا ته د شمالي کوریا خبرداری؛ د ایران او اسرائیلو په جګړه کې باید مداخله ونه کړئ
شمالي کوریا پر ایران د اسرائیلو بریدونه غندلي او دا یې په بشریت تېری او نه بښونکی جنایت بللی دی.
د شمالي کوریا د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبرپاڼه کې ویلي، په منځني ختیځ کې ناوړه جدي وضعیت چې نړۍ یې شاهده ده په څرګنده توګه ثابتوي، چې د امریکا او لوېدیځ په ملاتړ اسرائیل سرطاني موجود دی، چې په منځني ختیځ کې سوله او ثبات ګواښي او د نړۍ د امنیت او سولې د له منځه وړلو اصلي مجرم دی.
د کوریا د مرکزي خبري اژانس د راپور له مخې، نوموړي پر ایران د اسرائیلو د پوځي برید په تړاو جدي اندېښنه څرګنده کړې او اسرائيل یې په منځني ختیځ کې د یوې نوې پراخه جګړې د ګواښ ډېرولو له امله غندلی دی.
یاد هېواد پر ایران د اسرائیلو برید “ناوړه تېری” بللی، چې د یوه خپلواک هېواد حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا نقض کوي او ویلي یې دي، چې دا کړنه “د انسانیت پر وړاندې نه بښونکی جرم” دی.
په خبرپاڼه کې امریکا او اروپايي هېوادونو ته خبرداری ورکړل شوی، چې د اسرائیلو او ایران په جګړه کې تر دې زیاته لاسوهنه ونه کړي.

👍
❤️
😂
😮
🙏
13