KDR News
KDR News
June 19, 2025 at 07:48 AM
د سي‌بي‌اس خبري شبکې راپور ورکړی چې دونالډ ټرمپ د ملي امنیت له سلاکارانو سره په يوه ناسته کې پر ایران د برید نقشه تأیید کړې، خو تر اوسه يې د عملیاتو د پيل امر نه دی کړی. یوه لوړپوړي امنیتي چارواکي سي‌بي‌اس ته ویلي، چې هدف، پر تهران د فشارونو زیاتول دي څو له خپل اټومي پروګرام لاس واخلي. د امریکایي رسنیو په وینا، د برید تمرکز د ایران پر فردو اتومي تاسیساتو دی؛ دا هغه مرکز دی چې یوازې د امریکا د ځانګړو «سنګر ماتوونکو» بمونو په وسیله هدف ګرځېدلای شي. دغه استراتژيک بم یواځې د امریکا په واک کې دی او تر دې دمه په هېڅ جګړه کې نه دی کارول شوی.
❤️ 👍 😂 😢 🙏 12

Comments