KDR News 
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 19, 2025 at 11:29 AM
                               
                            
                        
                            د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، امیرخان متقي، ویلي چي د ریاستالوزرا د پرېکړې له مخې، افغانستان د ایرانی حاجیانو لپاره د یوه میاشتې ویزې معافیت ورکړی دی.
نوموړي ویلي چي د هرات سیمهییزو ادارو ته هدایت ورکړل شوی تر څو د ایرانی حاجیانو د بېرته ستنیدو لپاره اسانتیاوي برابرې کړي او هغوی په خوندي ډول ایران ته انتقال کړي.
د راپورونو له مخې، د ایران پر فضایي حریم د بندیزونو له امله، ایرانی حاجیان تر اوسه په سعودي عربستان کي پاتې دي.
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                    
                                        9