
د غورځنګ میډیا✌️PTM Updates)
June 19, 2025 at 01:31 AM
د تاریخ په اوږدو کې ګڼ ملتونه محکوم شوي او د وخت مغرورانو او ځان غوښتونکو یرغلګرو له لوري غلام شوي،پښتون افغان وطن د خپل پرتمین تاریخ په اوږدو کې د نړۍ د لویو زبرځواکونو له لوري په وارونو تر یرغلونو لاندې راغلی،خو افغان ملت په ډېرې زړورتیا سره د خپلې ځمکنۍ بشپړتیا او خپلواکۍ لپاره د مدبرانه او پیاوړو مشرانو تر رهبرۍ لاندې د خپل وطن د ازادۍ لپاره جنګیدلي،په ډېرو نشتو امکاناتو خو په پیاوړي هوډ او اعظم سره یې تاریخي بریاوې په نصیب شوي.
له بدبخته زموږ ژوند پداسې یوه وخت کې روان دی چې پښتون وطن څه پاسه یوه پیړۍ یو وار د انګریزي استعمار او اوس د
پنجابي استعمار تر حاکمیت لاندې دی.
په افغانانو د خدای ج یوه لویه پیرزوینه دا ده چې تل یې د استعمار په مقابل کې پیاوړي مشران دغې قام ته ورکړي،هغه که د صفویانو په وړاندې د میرویس نیکه په شکل کې وګورو او یا همداسې د انګریزانو په وړاندې د وزیراکبرخان یا غازي امان الله خان په شکل کې وګورو.
دغه سلسله ډېره اوږده ده،د یوویشتم پیړۍ په لومړیو کې خدای ج پښتون قام ته د وزیرستان په یوه غریبه کورنۍ کې د مشر منظور پښتین په شکل کې یو نه ماتیدونکی رهبر ورکړ،یقیناً منظور پښتین د میرویس نیکه،اخمد شاه بابا او ملا پیونده د کار او د هغوی په شان د مسولیت ادء کیدو لپاره پیدا کړی.
ملي مشر منظور پښتین پداسې یوه وخت کې دا دې استعمار پر ضد ودرید چې پښتون قام له هر لوري څخه سخت ځپل شوی وو.
د پښتنو د حق غوښتنې،خپلواکۍ او ښه ژوند لپاره د مشر منظور پښتین مبارزه د تاریخ یوه ویاړلي برخه ده،ډېر لوی مزل شوی او بې شکه چې له هم پښتانه منحیث د قام مسلسل مقاومت ته ضرورت لري،یو وخت دلته د ریاست خلاف خبره کړل لیونتوب شمېرل کیده او له امکانه لرې ښکاریده خو مشر منظور خپل ځوان او همزولي نسل ته داسې فکر ورکړ چې نن له هر کور څخه د وطن د ازادۍ شعار پورته کیږي.
هغه ورځ هم راتلونکي ده چې د پښتون وطن په اسمان د ازادۍ لمر را وخیږي.
Hanif Pashteen

❤️
💞
2