
د غورځنګ میډیا✌️PTM Updates)
June 19, 2025 at 02:40 PM
#blackdaywaziristan
دا هغه ننګیالي او تعلیمیافته ځوانان وو چې د وزیرستان په خاوره کې په یوه ورځ شهیدان کړل شول.
په یوه ورځې کې دننه د وزیرستان زړورو، هوښیارو او بیدارو ځوانانو آوازونه د ریاستي ظلم لهخوا خاموش کړل شول، خو دا آوازونه اوس د ولس په وجدان کې ژوندی دي.
د وزیرستان تور ورځ
په داسې حال کې چې نړۍ د پرمختګ او پرمختللو ټولنو خوبونه ویني، زموږ د سیمې ځوانان هغه زلمیان چې د علم، اګاهۍ، حق، او شعور استازي وو په یوه ورځ د ریاستي پالیسۍ ښکار شول. دا هغه غږونه وو چې د ظلم پر وړاندې یې خاموشي نه خوښوله، دا هغه فکرونه وو چې غلامي یې نه زغمله دا هغه زړونه وو چې له وطن، ولس او ازادۍ سره مینه لرله.
د میرعلي دغو درنو غږونو ته تر ننه بدیل پیدا نه شو، ځکه دا فکري شهیدان وو، نه یوازې جسمي قربانيان.
دا دوی په ژوندانه به د میرعلي په څلورلاري(چوک) کې د هر استعماري جبر د هرې تراهګرۍ په وړاندې به یو شور او د وزیرستان امن له پاره به یې ځانونه وقف کړي وو،، د میرعلي په چوک به د شور د وزیرستان هر ویښ را بیدارولوو،،
دا دوی په نشتون کې د جابر دښمن ظلم پالیسۍ لا هم هغسې روانې دي…
نن د میرعلي سیمه ورباندې ډېره نیمګړې او یتیمه شوله،،
#blackdaywaziristan
#شهدان_یوت_آف_وزیرستان
#محرومه_سیمې_بیداره_ذهنونه
