
د غورځنګ میډیا✌️PTM Updates)
June 20, 2025 at 11:23 AM
https://www.facebook.com/share/v/16xVniivWU/
نن یو وار بیا په جنوبي وزیرستان مکین کې د فوج له لوري په عامو خلکو له ډرون څخه بم غورځول شوی چې یو ماشوم پکې شهید او پینځه تنه نور ټپیان شوي.
له ډرون څخه د بمونو غورځول په نتیجه کې یوازې په تېرو دوو میاشتو کې سلګونه ماشومان ټپیان او شهیدان شوي،دغه شمېر زړه بوږنونکی دی،خو پدې دومره لوی شمېر مرګ ژوبلې سره نه یوازې دا چې نړیواله ټولنه خاموشه ده بلکې د همدې ماشومانو قاتلینو ته نړۍ یو لوی پروتکول هم ورکوي،عاصم منیر له ټرمپ سره پدې چڼې وهي چې څنګه دلته د یوه بل جنګ پروژه واخلي تر څو ورته د وزیرستان او پښتونخوا ماشومان شهیدان کړي په بدل کې یې ډالر واخلي.
موږ د خپل ژوند ژغورلو یوازینۍ لاره زموږ په مسلسل مزاهمت کې ده،خو مزاهمت پداسې شکل کې نه چې یوازې د ټولنې لس فیصده خلک لګیا وي او باقي نوي فیصده یا دا دښمن په صف کې ولاړ وي او یا هم خاموش وي،که دغسې ونکړو نو ممکنه نده چې زموږ د وژلو دغه لړۍ دې ودریږي.