
Pashto Journal
June 15, 2025 at 03:25 PM
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې ډېر ژر به د ایران او اسراییلو ترمنځ سوله ټینګه شي.
ټرمپ ویلي، لکه څنګه چې یې د هند او پاکستان ترمنځ هڅې کړې وې، اوس به د ایران او اسراییلو ترمنځ هم د سولې تړون لپاره هلې ځلې وکړي.
نوموړي ویلي، چې دا مهال ډېر تماسونه او ناستې روانې دي، ترڅو په منځني ختیځ کې سوله ټینګه شي.