Pashto Journal
June 16, 2025 at 02:48 PM
پاکستان د ایران او اسراییلو تر منځ د کړکیچونو او پوځي نښتو له زیاتیدو وروسته له ایران سره پولې وتړلې، پاکستاني چارواکو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې دغه هیواد له ایران سره خپلې ټولې ځمکنۍ او هوایي لارې بندې کړي دي.
دا پریکړه، چې د یکشنبې په ورځ پلي کیږي، احتمال لري د پاکستان د بلوچستان ولایت په مختلفو برخو کې د خوراکي توکو او تیلو کمښت لامل شي. ځايي خلک وايي چې د بلوچستان ډېر سرحدي سیمې له ایران څخه د خوراکي توکو او تیلو په رسمي او غیر رسمي وارداتو پورې اړه لري.