Pashto Journal
Pashto Journal
June 17, 2025 at 04:41 PM
د ایران دفاع وزارت ویلي، چې د سپاه پاسداران ځواکونو له‌ خوا نن پر اسراییلو د برید پر مهال یو نوی توغندی وکارول شو، چې د اسراییلي چارواکو په وینا، تر هدف لګېدلو مخکې یې له توغېدو څخه خبر نه‌ وو. د ایران د دفاع وزارت ویاند سردار طلایي نیک وایي، «ایراني ملت له یوې تپل شوې جګړې سره مخ دی، خو ایران به له ټولو دفاعي او یرغلیزو ظرفیتونو ګټه واخلي او د صهیونیستي رژیم ملا به ماته کړي.» طلایي نیک ادعا وکړه چې اسراییلي ځواکونه د اوږدمهالې جګړې توان نه‌ لري.
Image from Pashto Journal: د ایران دفاع وزارت ویلي، چې د سپاه  پاسداران ځواکونو له‌ خوا نن پر اسر...

Comments