
🩺 ډاکټر حنیف طبي معلومات ✅️
June 20, 2025 at 01:06 PM
*🟢 🌿 د ویلنې نعناع ( Peppermint ) طبی ګټې :*
📅 تاریخ : 20 / 06 / 2025
⏰ وخت : ماذدیګر 5:30 .
📌 چینل : *ډاکټر حنیف طبي معلومات*
🔹 ویلنه نعناع ته په انګلیسي کې Peppermint یا Mentha Piperita وایي . دا یوه طبی او خوږبویه بوټي ده چې له زرګونو کلونو راهیسې درملنه پکې کېږي .
> 🌟 طبي ګټې یې :
1️⃣ د معدې اسید ، ګاز ، نفخ او سوء هاضمې لپاره ګټوره ده .
2️⃣ د سر درد او مایګرین په آرامولو کې مرسته کوي .
3️⃣ د ساه لنډۍ ، زکام او ټوخي لپاره طبیعي حل ګڼل کېږي .
4️⃣ اعصابو ته آرام ورکوي ، اضطراب / ویره کموي .
5️⃣ د خولې بدبويي ختموي .
6️⃣ د پوستکي خارښت ، یا التهاب لپاره ګټور دی .
7️⃣ د حشراتو ( مچ ، مچک ، مږ ) مخنیوی کوي .
> 🍀 کوم وخت باید وکارول شي؟
✅ سهار له نهار مخکې یا د خوړو نه وروسته .
✅ د سر درد یا معدې ستونزو پر وخت .
✅ د شیدو له خوړلو وروسته د خولې تازه کولو لپاره .
> 🛑 کوم خلک باید احتیاط وکړي ؟
🚫 حامله ښځې : په ډېره اندازه مه استعمالوئ ، ممکن رحم ته تحریک ورکړي .
🚫 شیدې ورکونکې میندې : کوچنی ماشوم حساسېږي ، نو کم او د احتیاط سره .
🚫 ماشومان تر 5 کلنۍ لاندې : مستقیم نعناع یا تېل مه ورکوئ .
🚫 هغه کسان چې د معدې السر یا ریفلاکس لري ، باید له ډاکټر سره مشوره وکړي .
> 🌿 څنګه استعمال شي؟
1️⃣ تازه نعناع : د چای سره ، یا د اوبو سره جوش کړئ .
2️⃣ وچه نعناع : د پخو خوړو یا چای لپاره کارول کېږي .
3️⃣ نعناع تېل ( Peppermint oil ) : یوازې د پوستکي لپاره ، داخلي مه خوروئ .
🟢 طریقه :
🍵 1 - یو 1 ګیلاس تودو اوبو کې 5 پاڼې نعناع واچوئ ، 5 دقیقې وروسته یې وڅښئ .
🧴 2 - د سر درد لپاره یو څاڅکی نعناع تېل په تندی وموښئ .
🥗 3 - د خوړو سره د تازه نعناع کارول ، د هاضمې لپاره ګټور دی .
*دا لیکنه تاسي ټول 92 زره کسان لائیک کئ ، لیکنه او لینک خپلو ټولو ملګرو ته ولیږئ .* 👇👇
https://whatsapp.com/channel/0029VaDH9Wt7T8bWvXVHur0p
> دوستانو ستاسي په 1 نشر کولو زمونږ چینل مخکی زی ، نو هیله ده دا معلومات نشر کئ .
*✍️ لیکوال: ډاکټر حنیف تائب .*

❤️
👍
❤
♥
🌹
✅
🌿
🍆
😂
😭
223