
خالی بستونه
June 2, 2025 at 03:22 PM
د علمي کادر غړو د جذب خبرتیا!
تابش پوهنتون د تدریسي بهیر د لا پیاوړتیا او کار اهل کار ته د سپارلو په موخه د دوکتور، ماسټر او لېسانس په سویه د لوړو زده کړو لرونکي په شرایطو برابر اشخاص جذبوي.
د کمپيوټر ساینس پوهنځي په مصنوعي ځيرکتیا او معلوماتي ټکنالوژۍ څانګو کې څلور څلور تنه کادري غړي جذبوي، که تاسې په شرایطو برابر یاست لاندې اسناد مو د اعلان تر خپرېدو وروسته د روان ۱۴۰۴هـ.ل کال د جوزا میاشتې تر ۲۶مې نېټې پورې په حضوري ډول د تابش پوهنتون ادارې ته وسپارئ!
۱: په ملي ژبو د تحصیلي اسنادو اصلي ټرانسکرېپټ او ډيپلوم
۲: اصلي تابعیت تذکره
۳: غوښتنلیک (عرض پاڼه)
۴: علمي کادر ته د شموليت فورمه
ادرس: ارزاقو کوڅه، د ایران قونسلګرۍ ترڅنګ، درېیمه ناحیه، جلال آباد.
