د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 20, 2025 at 03:37 PM
ميدان وردگ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک ټاکنيزې وشوې جمعه، د غبرگولي ۳۰مه، ۱۴۰۴ د ميدان وردگ ولايت د بدني روزنې او ورزش آمريت اړوند د رزمي لوبو فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز کې د پنځو کلبونو د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک لومړي پړاو ټاکنيزې سيالۍ وشوې، چې يوه ورځ يې دوام وکړ. په يادو سیالیو کې له گل الرحمن رحماني، ميهن، اتحاد میوند، شهيدان او کامل کلبونو څخه ورزشکارانو د تنکيو ځوانانو، نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو په عمري کټگوريو کې ورزشکارانو گډون کړی وو، چې په پايله کې ۱۲ تنه غوره ورزشکاران د ياد ولايت منتخبې لوبډلې ته غوره شول. د ويلو وړ ده، چې په دغو سیالیو کې د کلبونو په کچه گل الرحمن رحماني کلب لومړی او ميهن کلب بيا دويم مقام خپل کړ.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: ميدان وردگ کې د ۳۴ ورزشکارانو ترمنځ د رزمي لوبو اوسپورټ سبک ټاکنيزې وش...

Comments