د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 21, 2025 at 06:45 AM
پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ پای ته ورسېدې شنبه، د غبرگولي ۳۱مه، ۱۴۰۴ د پکتیکا ولایت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري د جاني خېلو ولسوالۍ په چامړۍ کلي د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ، چې لس ورځې مخکې پيل شوې وې د يارانو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دغو سیالیو په پايلوبه یارانو لوبډلې خپلې سيالې چامړۍ لوبډلې ته د ۰/۳ ميدانونو په توپير ماتې ورکړه او اتلولي يې وگټله. د يادو سياليو موخه ورزش ته د ځوانانو هڅول او د يادې ولسوالۍ وگړو لپاره د يوې سالمې تفريح برابرول وو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: پکتيکا؛ جاني خېلو ولسوالۍ کې د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال اختريزې سيالۍ...

Comments