د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 21, 2025 at 07:15 AM
                               
                            
                        
                            هلمند؛ گرمسېر ولسوالۍ کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د فوټبال سيالۍ پيل شوې 
شنبه، د غبرگولي ۳۱مه، ۱۴۰۴
د هلمند ولايت د بدني روزنې او ورزش آمریت اړوند د فوټبال فدراسیون  د استازولۍ له لوري او د نور علي نورزي په مالي ملاتړ د گرمسېر ولسوالۍ په هزارجفت فوټبال حوزه کې د ۱۲ لوبډلو ترمنځ د "ش.ه.ي.د لعل محمد" په نوم د فوټبال گروپي سيالۍ پيل شوې.
د دغو سياليو په لومړۍ لوبه کې هزار جفت مرکزي لوبډلې خپلې سيالې خراسان لوبډلې ته د ۰/۳ گولونو په توپير ماتې ورکړه او بريا يې په خپل نوم کړه.
د يادو سياليو موخه د ځوانانو لپاره د سالم مصروفیت برابرول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول دي، چې يوه مياشت به دوام وکړي.