د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 21, 2025 at 07:16 AM
کندز کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې شنبه، د غبرگولي ۳۱مه، ۱۴۰۴ د کندز ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د کورش فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز سپين زر ورزشي لوبغالي کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش آزادې سيالۍ وشوې. دغه سيالۍ، چې يوه ورځ يې دوام وکړ، په پايله کې ۵۰ تنو پهلوانانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې او د چمتو شويو ډاليو گټونکي شول. د ويلو وړ ده، چې د يادو سياليو موخه د پهلوانانو جسمي وړتياوو لوړول او ترمنځ يې يووالی رامنځته کول وو.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: کندز کې د ۱۰۰ پهلوانانو ترمنځ د کورش سيالۍ وشوې  شنبه، د غبرگولي ۳۱مه،...

Comments