د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست
June 21, 2025 at 07:45 AM
بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې شنبه، د غبرگولي ۳۱مه، ۱۴۰۴ د بلخ ولايت د بدني روزنې او ورزش رياست اړوند د موی تای فدراسيون د استازولۍ له لوري د ياد ولايت په مرکز افغان اتلانو کمپ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ ورزش ته د ځوانانو هڅولو په موخه د موی تای سيالۍ وشوې. دغه سيالۍ چې په تک فايټ په ډول د نويو ځوانانو، ځوانانو او لويانو ورزشکارانو په عمري کټگوريو کې ترسره شوې، په پايله کې ۴۰ تنو ورزشکارانو خپلو سيالانو ته په ماتې ورکولو سره برياوې خپلې کړې. د ويلو وړ ده، چې يادو سياليو يوه ورځ دوام وکړ او په پای کې د ياد ولايت د ورزش رياست له لوري گټونکو ورزشکارانو ته مډالونه او ستاينليکونه ورکړل شول.
Image from د المپیک، بدني روزنې او ورزش عمومي ریاست: بلخ کې د ۸۰ ورزشکارانو ترمنځ د موی تای سيالۍ وشوې  شنبه، د غبرگولي ۳۱م...

Comments