خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
June 19, 2025 at 11:22 AM
د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن په کابل کې د ا.ا.ج. سفیر ښاغلي علي‌رضا بیکدلي وکتل. په دې ناسته کې په سیمه کې د نوي وضعیت او د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د لېږد په تړاو خبرې وشوې. په سر کې د هېواد د بهرنیو چارو وزیر پر ایران د اسرییلي رژیم برید وغانده او دا اقدامات یې د نړیوالو قوانینو ښکاره نقض وګڼل. مولوي امیر خان متقي وویل، افغانان د ایراني ولس ترڅنګ ولاړ دي او د ا.ا.ا. چمتو دی، چې د افغانستان له لارې د ایراني حجاجو د راګرځېدو په برخه کې مرسته وکړي. د بهرنیو چارو وزیر وویل، د ریاست الوزراء د مقام له پرېکړې سره سم له سعودي څخه د افغانستان له لارې تلونکو حجاجو ته تر یوې میاشتې د ویزې معافیت په نظر کې نیول شوی او همداراز په هرات کې د ا.ا.ا. ارګانونو ته هدایت ورکړل شوی چې د ایراني حجاجو د خوندي لېږد لپاره ټولې لارې چارې په نظر کې ونیسي. د ایران سفیر د وروستي وضعیت په تړاو د خپل حکومت دریځ بیان کړ او د ا.ا.ا. له خوا ایراني حجاجو ته د اسانتیاوو د چمتو کولو له امله یې مننه وکړه او دا یې د دواړو هېوادونو دوو اړخیزو اړیکو کې د ستایني وړ اقدام وباله. علي‌رضا بیکدلي هیله څرګنده کړه چې د دواړو هېوادونو اړوند ارګانونه وتوانېږي، چې د ایراني حجاجو د لېږد بهیر په بریا سره پای ته ورسوي.
Image from خبرونه او تبصرې: د ا.ا.ا. د بهرنیو چارو وزیر محترم مولوي امیر خان متقي سره نن په کابل ک...

Comments