
خبرونه او تبصرې
June 21, 2025 at 05:35 AM
د دیپلوماټ د یوه تفصیلي راپور له مخې، هند له اسلامي امارت سره د بشري مرستو، سوداګرۍ، ویزو او سیاسي خبرو له لارې د همکارۍ نوی پړاو پیل کړی دی.
د راپور پر بنسټ، د مې میاشتې په ۱۶مه نېټه ۱۶۰ افغان باروړونکي موټر له وچو مېوو سره له پاکستانه هند ته اوښتي، چې دا د افغان–#هند ځمکنۍ سوداګرۍ د بیا پیل څرګندونه کوي.
په اپرېل میاشت کې، هند له څلور کلن ځنډ وروسته یو ځل بیا افغانانو ته په بېلابېلو برخو کې وېزې فعالې کړې دي؛ چې پکې د زدهکړې، روغتیا، سوداګرۍ او ملګرو ملتونو دیپلوماتیکې وېزې شاملې دي.
همداراز، د هند د بهرنیو چارو وزیر ډاکټر ایس جې شنکر د مارچ په ۱۵مه د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست مولوي امیر خان متقي سره ټیلیفوني خبرې کړي، چې پکې دواړو لوریو د همکاریو پر دوام ټینګار کړی.