خبرونه او تبصرې
خبرونه او تبصرې
June 21, 2025 at 05:45 AM
‏د بریتانیا دولت د افغانستان په چارو کې د خپل ځانګړي استازي په توګه ریچارد لیندسي ټاکلی، چې دا اقدام د کابل او لندن ترمنځ د ډيپلوماټیکو اړیکو په لړ کې یو مهم پرمختګ ګڼل شوی دی. د THXNews د راپور پر بنسټ، ریچارد لیندسي د روان میاشتې (جون) له پیله د بریتانیا د ځانګړي استازولۍ چارې پر مخ وړي. لیندسي د بریتانیې له پيژندل شويو سیاسي څېرو څخه دی، چې له دې وړاندې یې هم په افغانستان او پاکستان کې د سیاسي او امنیتي ماموریتونو تجربه لرلې ده. د نوموړي د ګمارنې اقدام د بریتانیا د سیاستونو په نقشه کې یو مهم بدلون بلل شوی، او د افغانستان په اړه د لندن دریځ ته د نوې ستراتیژۍ بڼه ورکوي.

Comments