
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 16, 2025 at 12:48 PM
د پکتیا پوهنتون انجنیري لابراتوار ته د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پرمختللي وسایل وسپارل شول
د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار لپاره د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پېرل شوي وسایل، یاد پوهنتون ته وسپارل شول.
په دغو وسایلو کې د کانګرېټو مقاومتي فشار، د غیر محدود فشار د مقاومت ازموینې، د خاورې مستقیم غوڅېدنې، د ترکول ګډولو، د اوبو اندازه کولو ماشیونونه او یو شمېر نور د اړتیا وړ لابراتواري توکي شامل دي.
د یادونې وړ ده چې د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار د (۷۰) میلیونه افغانیو په ارزښت تجهیزات لري، چې تېر کال یې د سروې برخې سربېره د خاورې، جغل، کانګرېټ او اسفالټ برخې په بشپړه توګه فعالې شوې وې.

🦚
1