لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 16, 2025 at 04:59 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۲۶ مه، دوشنبه لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو وزارت له لوري د پکتیا پوهنتون انجنیري پوهنځي لابراتوار لپاره د ۲.۵ میلیونه افغانیو په ارزښت پېرل شوي وسایل، یاد پوهنتون ته وسپارل شول. هرات پوهنتون هرات پوهنتون کې (د ګرځندوی صنعت په پراختیا باندې اغېز لرونکي عوامل) تر سرلیک لاندې د علمي-څېړنیز کنفرانس دایر شو. • په هرات پوهنتون کې محصلانو ته د افغانستان اسلامي بانکدارۍ او د افغانستان اسلامي بانک خدماتو او محصولاتو معرفي کولو) موضوع په اړه غونډه ترسره شوه. ننګرهار پوهنتون د ننګرهار پوهنتون طب پوهنځي څخه فارغو ۶۰ ستاژر ډاکترانو ته د (څېړنې میتودولوژي) ۱۲ ورځنی ورکشاپ پیل شو. پروان پوهنتون پروان پوهنتون کې له سکتوري ادارو سره (د علمي څېړنو پایلو شریکول) تر عنوان لاندې کنفرانس دایر شو، په دې کنفرانس کې د استادانو له لوري ترسره شویو بېلا بېلو ۷ نړیوالو او ۶ ملي مقالو پایلې له سکتوري ادارو سره شریکې شوې. بلخ پوهنتون په بلخ پوهنتون کې محصلینو ته د (ښه محصل صفات او د امیرالمؤمنین حفظه الله د فرامینو تشریح) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو. کابل طبي علومو پوهنتون د کابل طبي علومو پوهنتون استادانو لخوا په تېر ۱۴۰۳ کال په بېلا بېلو موضوعاتو ۳۰۶ علمي څېړنې ترسره شوي دي. فراه لوړو زده کړو موسسه د فراه لوړو زده کړو موسسې استادانو، اداري کارکوونکو او محصلانو ته د افغانستان اسلامي بانک لخوا پلاوي له لوري د ياد بانک د خدمتونو، محصولاتو او اسلامي بانکوالۍ په اړه معلوماتي سمينار وړاندې شو. البیروني پوهنتون د البیروني پوهنتون بېلا بېلو پوهنځیو محصلینو ته (د ازموینې پر مهال د اضطراب کنټرول) تر سرلیک لاندې سمینار وړاندې شو. پنجشیر لوړو زده کړو موسسه پنجشیر لوړو زده کړو موسسه کې (په افغانستان کې د خوړو بحران په اړه لویو ننګونو او حلارو ته کتنه) او (په افغانستان کې د کلیوالي پراختیایي شوراګانو په بریالیتوب کې د لوستو اشخاصو رول) تر سرلیکونو لاندې علمي معلوماتي سمینارونه وړاندې شول. پکتیا پوهنتون د پکتیا پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو ته د (استاد مقام او ارزښت) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار دایر شو. هلمند پوهنتون د هلمند پوهنتون علمي شورا ناسته ترسره او د نورو موضوعاتو ترڅنګ، په نهرسراج کمپس کې د خاکه ماسټر پلان د عملي کولو لپاره پر اړینو مواردو بحث او د پراختیايي کارونو د ګړندي کولو پر اړتیا ټینګار وشو.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: لوړو زده کړو وزارت نن ورځ ۱۴۰۴ هـ.ش د جوزا ۲۶ مه، دوشنبه  لوړو زده کړو...
❤️ 👍 👎 4

Comments