
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 17, 2025 at 04:50 PM
لوړو زده کړو وزارت نن ورځ
۱۴۰۴هـ.ش د جوزا ۲۷ مه، سه شنبه
نیمروز لوړو زده کړو موسسه
نیمروز لوړو زده کړو موسسه کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو پروسې د نویو معیارونو او تعدیل شویو شاخصونو په اړه د راپور ورکولو غونډه ترسره شوه.
شیخ زاید پوهنتون
د شيخ زايد پوهنتون اداري کارکوونکو لپاره (اداري فساد ته لنډه کتنه او پر وړاندې یې د حل لارې چارې) تر عنوان لاندې یو ورځنی ورکشاپ جوړ شو.
کابل پولي تخنیک پوهنتون
د کابل پولي تخنیک پوهنتون رهبرۍ او د کانونو او پټرولیم وزارت د متخصصینو تر منځ د علمي نظریاتو تبادلې، مسلکي تحلیل د معیاري او مصئون استخراج لپاره د چاودېدونکو موادو هدفمند استعمال په برخه کې مشخص وړاندیزونو شریکولو په موخه مشورتي ناسته وشوه.
ننګرهار پوهنتون
د ننګرهار پوهنتون له شرعياتو او کمپیوټر ساینس پوهنځيو څخه (۲۸۵) تنه مسلکي کادرونه فارغ او ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې شول.
پکتیا پوهنتون
د پکتیا پوهنتون د بېلا بېلو پوهنځیو استادانو ته د (استاد مقام او ارزښت) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار دایر شو.
بغلان پوهنتون
بغلان پوهنتون محصلانو ته د (مسلکي سي وي لیکنې) تر عنوان لاندې سمینار وړاندې شو.
غزني پوهنتون
غزني پوهنتون کې د بېلابېلو پوهنځیو محصلینو ته د ناسمو رواجونو مخنیوي په اړه د عالیقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی د فرمان د ابلاغ او ښه پوهاوي اړوند یو ورځنی سمینار دایر شو.
البیروني پوهنتون
د البیروني پوهنتون نویو ګمال شویو استادانو ته (ټولنيزو علومو په برخه کې د څېړنې پروپوزل لیکنې لار) تر سرلیک لاندې ورکشاپ جوړ شو.
پکتیکا لوړو زده کړو موسسه
د پکتیکا لوړو زده کړو موسسې شرعیاتو پوهنځي استادانو ته د مناهج البحث (د څېړنو تګلارې) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.

❤️
2