
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 18, 2025 at 01:52 PM
*لوړو زده کړو وزارت نن ورځ*
۱۴۰۴ هـ.ش کال، د جوزا ۲۸ مه، چهارشنبه
*لوړو زده کړو وزارت*
د لوړو زده کړو وزارت څېړنې، تألیف او ژباړې ریاست لخوا، د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون ټولنیزو علومو نړیوال ژورنال ته د نړیوالو اصولو له طی مراحل کولو وروسته د ایجاد او فعالیت جواز ورکړل شو.
*پروان پوهنتون*
د پروان پوهنتون لسګونو اداري کارکوونکو ته (په کاري محیط کې ښه اخلاق او شفقت لرونکی چلند) تر سرلیک لاندې دیني-علمي سمینار وړاندې شو.
• د پروان پوهنتون استادانو ته (په څېړنو کې د مصنوعي ځیرکتیا څخه ګټې اخیستنه) په اړه ورکشاپ جوړ شو.
*سمنګان لوړو زده کړو موسسه*
د سمنګان لوړو زده کړو موسسې محصلینو لپاره د چاپېریال ساتنې ارزښت او اهمیت په اړه سمینار دایر شو.
*لوګر لوړو زده کړو موسسه*
د لوګر لوړو زده کړو موسسې او د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست تر منځ محصلانو ته د ښوونیزو، علمي او کلتوري برنامو د برابرولو تر څنګ، استادانو او محصلانو لپاره لرغونو سیمو ته د علمي سفرونو د برابرولو په موخه د ګډو همکاریو هوکړه لیک لاسلیک شو.
*کابل پولي تخنیک پوهنتون*
د کابل پولي تخنیک پوهنتون محصلانو لپاره د نفت او ګازو امارتي شرکت په همکارۍ لس ورځنی آنلاین روزنیز ورکشاپ پیل شو. دا ورکشاپ د کان کیندنې او د نفتو د پروسس له صنعتونو سره تړاو لرونکو څانګو محصلانو د علمي او مسلکي ظرفیت لوړولو په موخه پیل شو.
*غور او پنجشیر لوړو زده کړو موسسه*
په یادو تحصیلي نهادونو کې محصلاتو ته د ازموینې پر مهال په ځان باور لوړولو، محصلانو ته د روحیې ورکولو او د منوګراف وړاندې کولو او غونډې ته د وینا پر مهال جراأت لرلو پیاوړتیا په موخه، د (اضطراب علت او درملنه) تر سرليک لاندې سمینارونه وړاندې شول.
*نورستان لوړو زده کړو موسسه*
د کابل پوهنتون یو شمېر استادانو او محصلینو د نورستان لوړو زده کړو موسسې څخه د علمي سیر په ترڅ کې لیدنه وکړه، چې د یادې موسسې مسوولینو لخوا ورته د بېلا بېلو برخو په اړه معلومات وړاندې شول.
*غزني پوهنتون*
غزني پوهنتون کې د علمي شورا ناسته ترسره او د نویو رامنځ ته شویو (طب او عامه ادارې او پالیسي پوهنځي) په اداري تشکیل او یو لړ نورو موضوعاتو بحث او لازمې پرېکړې وشوې.
*کابل ښوونې او رزونې پوهنتون*
د کابل ښوونې او روزنې پوهنتون استادانو لپاره (د قضیې د مطالعې له څېړنو سره بلدتیا) ترسرلیک لاندې یو ورځنی ښوونیز ورکشاپ دایر شو.
*البیروني پوهنتون*
د البيروني پوهنتون اداري او خدماتي کارکوونکو ته د (مکتوبونو، وړاندیزونو او استعلامونو لیکلو په اړه د عاليقدر امیرالمؤمنین حفظه الله تعالی ورعاه شفاهي ابلاغ شوي حکم پلي کول) تر سرلیک لاندې یو ورځنی سمینار وړاندې شو.
*سرپل لوړو زده کړو موسسه*
د سرپل لوړو زده کړو موسسې د شرعیاتو پوهنځي فعال استادان او ممتاز محصلین د یوې غونډې په ترڅ کې وستایل شول.

❤️
👍
6