لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 19, 2025 at 05:23 PM
*لوړو زده کړو وزارت نن ورځ* ۱۴۰۴ هـ.ش کال، د جوزا ۲۹ مه، پنجشنبه *جوزجان پوهنتون* د جوزجان پوهنتون نهه ګونو پوهنځيو شاوخوا ۳۰۰ محصلینو لپاره (د اسلامي ارزښتونو پېژندنه) تر عنوان لاندې یو ورځنی سمینار دایر او یو شمېر ارزښتونه تشریح شول. *کابل پوهنتون* د كابل پوهنتون ۲۲ پوهنځیو ممتازو اولنمره ګانو او د پوهنتون رهبرۍ تر منځ ګډه ناسته وشوه، په یاد ناسته کې محصلینو خپلې ستونزې، نظرونه او وړاندیزونه له رهبرۍ سره شریک کړل او همدا راز يې د پوهنتون د علمي او اداري خدمتونو څخه مننه وکړه. *کابل پولي تخنیک پوهنتون* د کابل پولي ‌تخنیک پوهنتون د علم او ټکنالوژۍ مجلې څلورمه ګڼه په انلاین بڼه خپره شوه، په دې ګڼه کې علمي ـ څېړنېزې او تطبیقي څېړنې شاملې دي، چې د یاد پوهنتون د استادانو، څېړونکو، ماسټري دورې محصلانو او همدا راز د هېواد د نورو پوهنتونونو څېړونکو له‌ خوا لیکل شوې دي. *غزني پوهنتون* غزني پوهنتون کې د کرنې پوهنځي محصلینو ته د انلاین کتابتون پېژندنې او معتبرو سرچینو اغېزمن کارولو تر سرلیک لاندې معلوماتي سمینار وړاندې شو. *هرات پوهنتون* هرات پوهنتون کې د ټولنیز مسوولیت کلتور ته وده ورکولو، د چاپېریال ساتنې او محصلینو تر منځ د همکارۍ او یووالي روحیې پیاوړتیا په موخه د پوهنتون د صحن د پاکۍ عمومي حشر ترسره شو. *غزني تخنیکي پوهنتون* د غزني تخنیکي پوهنتون د جیولوجي او کانونو پوهنځي ۵۵ تنو محصلانو د علمي سير په ترڅ کې له سردې بند څخه لیدنه وکړه.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: *لوړو زده کړو وزارت نن ورځ* ۱۴۰۴ هـ.ش کال، د جوزا ۲۹ مه، پنجشنبه  *جوز...
❤️ 👍 2

Comments