لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
                                
                            
                            
                    
                                
                                
                                June 20, 2025 at 07:49 AM
                               
                            
                        
                            *د لوړو زده کړو سرپرست وزیر د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې څخه لیدنه وکړه*
د لوړو زده کړو سرپرست وزیر محترم شیخ الحدیث مولوي نداء محمد ندیم، کندهار ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د کندهار ابراهیم النخعي رحمه الله جامعې له رهبرۍ، استادانو او فاضلانو سره ناسته وکړه. 
محترم شیخ صاحب د یادې جامعې له مسوولانو او استادانو سره په ناسته کې د هغوی وړاندیزونه او غوښتنې واورېدې او د ستونزو د حل ژمنه یې ورسره وکړه.
دغه راز نوموړي د فاضلانو د مطالعې بهیر له نږدې وکوت، له هغوی سره یې په انفرادي ډول خبري وکړې او هغوی ته یې د لا زیاتو درسي اسانتیاوو برابرولو ډاډ ورکړ.
                        
                    
                    
                    
                    
                    
                                    
                                        
                                            ❤️
                                        
                                    
                                        
                                            ❤
                                        
                                    
                                        
                                            🌹
                                        
                                    
                                        
                                            👍
                                        
                                    
                                        
                                            🫑
                                        
                                    
                                    
                                        16