لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی
June 21, 2025 at 05:44 AM
د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د وروستي راپور له مخې، کابل پولي تخنیک پوهنتون وتوانېد چې د نړۍ د زرګونو تحصیلي نهادونو په منځ کې مهم مقام تر لاسه کړي. د اقلیمې بدلون په برخه کې یې ۲۰۱ نمبر نړیوال مقام او د ارزانې او پاکې انرژۍ په برخه کې یې ۳۰۱ نمبر نړیوال مقام تر لاسه کړی دی. یادې پایلې د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالي درجه بندۍ سازمان له خوا په رسمي ډول د ایمېل له لارې کابل پولي تخنیک پوهنتون ته استول شوې دي. د یادونې وړ ده چې په نړیواله کچه له ۲۵۰۰۰ څخه زیات پوهنتونونه شتون لري، چې هر کال د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان او د چین هېواد شانګهای سازمان په څېر د معتبره ادارو له خوا یې درجه ‌بندي کېږي.
Image from لوړو زده کړو وزارت - وزارت تحصیلات عالی: د انګلستان د لوړو زده کړو نړیوالې درجه بندۍ سازمان د نړیوالې ارزونې د ...
❤️ 😂 🇦🇫 👏 11

Comments