RTA Sport
RTA Sport
May 31, 2025 at 11:30 AM
په اوزبيکستان کې له ۱۸ کالو کم‌عمره نړیوالو او اسیايي سیالیو کې افغان غېږنېوونکو یو د سروز زرو، ۲ د سپینو زرو او ۲ د برونزو مډالونه وګټل. په نړیوالو سیالیو کې محمد عمر په ۶۵ کیلو ګرام وزن کې په ۴ پرلپسې بریاوو د سرو زرو، جاوید کریمي په همدې وزن کې په درې بریاوو او یوې ماتې د سپینو زرو مډال تر لاسه کړ. په اسیايي سیالیو کې بیا محمد سخي‌زاده په ۷۷ کیلو ګرام وزن کې د خپلو ۳ سیالانو په ماتولو د سپینو زرو، بلال رحماني په ۷۱ او محمد منیر نبي‌زاده په ۶۰ کیلو ګرام وزنونو کې د برونزو مډالونه وګټل. #rtasport #afghanistan #afghanatalan
Image from RTA Sport: په اوزبيکستان کې له ۱۸ کالو کم‌عمره نړیوالو او اسیايي سیالیو کې افغان ...
❤️ 1

Comments