RTA Sport
RTA Sport
June 9, 2025 at 08:38 AM
کرېسټیانو رونالډو، د اروپا جام له ګټلو وروسته رسنیو ته ویلي، چې د سعودي عربستان له النصر کلب سره به خپلو لوبو ته دوام ورکړي. نوموړي زیاته کړې، چې د ده ژوند وروستیو کلونو ته رسېدلی، او که ټپي نه شي هڅه به وکړي، چې د خپل مسلکي ژوند له هرې شېبې بشپړ خوند واخلي. رونالډو دا څرګندونې وروسته له هغې کړي، چې داسې اوازې خپرې شوې وې چې ګواکې رونالډو د کلبونو نړیوال جام کې د ګډون په موخه له الهلال یا ریال مادرید سره یوځای کېږي. #rtasport #cristianoronaldo #football
Image from RTA Sport: کرېسټیانو رونالډو، د اروپا جام له ګټلو وروسته رسنیو ته ویلي، چې د سعود...
❤️ 2

Comments