RTA Sport
RTA Sport
June 14, 2025 at 06:03 AM
اونۍ وړاندې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د لوی اختر په ویاړ کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د دېشتان لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبه کې دېشتان او هاشم اباد الف لوبډلې مخامخ شوې، چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته دېشتان پکې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اتلولي یې په خپل نوم کړه. حیات الله په ۱۹۲ منډو غوره توپوهونکی او عمران خان په ۱۲ ویکټو د دې سیالیو غوره توپ‌اچوونکی ونومول شول. #rtasport #balkh #cricket
Image from RTA Sport: اونۍ وړاندې د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې د لوی اختر په ویاړ کرې...

Comments