RTA Sport
RTA Sport
June 14, 2025 at 09:43 AM
اونۍ وړاندې د روزګان ولایت کرېکټ استازولۍ له لوري د دې ولایت په مرکز کې د لوی اختر په ویاړ د دهراود، چورې او خاص روزګان ولسوالیو ترمنځ شل اوریزې کرېکټ سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د مرکز ترینکوټ په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبه کې د ترینکوټ او چهارچینو ولسوالۍ لوبډلې مخامخ شوې، چې له یوې په زړه پورې لوبې وروسته ترینکوټ پکې سیالې لوبډلې ته ماتې ورکړه او اختریز جام یې په خپل نوم کړ. #ملي‌سپورټ #ملي‌تلویزیون
Image from RTA Sport: اونۍ وړاندې د روزګان ولایت کرېکټ استازولۍ له لوري د دې ولایت په مرکز ک...
❤️ 1

Comments