RTA Sport
RTA Sport
June 15, 2025 at 08:06 AM
تنګي سټار لوبډله د میدان وردګ ولایت والیبال سیالیو اتله شوه څو ورځې وړاندې د میدان وردګ ولایت په چک ولسوالۍ کې ۸۰ لوبډلو ترمنځ د لوی اختر په ویاړ والیبال سیالۍ پیل شوې وې، چې پایله کې د تنګي ستورو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې. د دې سیالیو پایلوبه کې تنګي سټار او شاهد بدلون لوبډلې مخامخ شوې، چې له یوې سختې او جذابې سیالۍ وروسته سټار پکې سیالې بدلون لوبډلې ته ۳ ـ ۱ ماتې ورکړه او اختریز جام یې په خپل نوم کړ. #ملي‌سپورټ #ملي‌تلویزیون

Comments