
خبر فوری 🛑 کندز در مسیر فرهنگ
June 17, 2025 at 02:48 PM
۶۶۱ تنه د پولیسو منسوبین له مسلکي او عقیدتي زدهکړو وروسته د پروان ولایت د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ شول.
یاد منسوبین چې د پروان او پنجشیر ولایتونو په ولسوالیو او امنیتي حوزو کې جذب شوي وو، له دوه میاشتنۍ مسلکي او عقیدتي روزنې وروسته د پروان د پولیسو له روزنیز مرکز څخه فارغ او د ټولنې خدمت ته وړاندې شول.
په همدې تړاو د یاد مرکز په انګړ کې جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت د اداري معینیت نظامي مرستیال شیخ محمد نظر شینواری، د تعلیم او تربیې قوماندانۍ اداري مرستیال مولوي وزیرالرحمن رحماني، د پروان والي مفتي محمد ادریس انوري، د یاد ولایت د امنیې قوماندان قاري محمد جاوید ضیاالرحمن او یو شمېر نورو مسئولینو او منسوبینو ګډون کړی و.
مسئولینو په خپلو ویناوو کې نوي فارغ شوي منسوبین د خلکو سره ښه چلند، د اوامرو اطاعت او خپلو دندو ته په وخت رسېدلو ته وهڅول.
خبر فوري کندز در مسیر فرهنگ
❤️
👍
3