
دتروږمۍ مسافر جـــ،هادي چینل☝
June 21, 2025 at 01:31 PM
د راز ساتنې ځواک او د ګمنام پاتېکیدو توفیق، هغه ستر نعمتونه دي چې رب العزت یې یوازې خپلو خاصو، مخلصو او صالحو بندګانو ته ور بخښي.
دغه ډول بختور کسان، د خلکو له باطله ډکو تمو، بې ځایه ستاینو، دروغجنو خبرو، غیبتونو، ځانښودنو، دننيو فشارونو او فکري اضطرابونو څخه ژغورل شوي وي. هغوی خپل ژوند له ښایسته سکون، روحاني اطمینان او معنوي عظمت سره تېروي.
کوشش وکړئ چې د رب العالَمین سره داسې یوه خاموشه، خو ژوره او خوږه اړیکه جوړه کړئ، چې هیڅ یوه دنیاوي سترګه یې ونه ویني، خو آسماني ملایکې پرې ویاړي.
ځکه ځینې نعمتونه ښکاره نه وي، خو د زړه، روح او عقل تر ټولو ژورو غړو ته ساه ورکوي.
او دا هماغه دوه نعمتونه دي: راز ساتل او ګمنام پاتې کېدل...!
#تدبیرګر
> دتروږمۍ مسافر

❤️
👍
❤
🌴
🌹
😍
16