د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
May 25, 2025 at 04:03 PM
*بسم الله الرحمن الرحیم* `عبدالله راغب البرغوثي` کتاب: أمير الظل (د سیوري امیر) قسط ۹ – کندهاری پښتو ژباړه `قسط ۹: محکمه، قاضي، او د زړه غږ` `عبدالله وايي:` > "زه د زندان له تورې کوټې راووتم، خو د تور لښکر مخې ته، چې نه یي قضاوت وو نه یي انصاف، بلکې انتقام و." دا لومړۍ ورځ وه چې عبدالله البرغوثي د اسرائیلي محکمې مخې ته راڅرګند شو. درنه فضا وه، د قاضي، څارنوال او امنیتي چارواکو له څېرو، نفرت څڅېده. `د محکمې فضا` قاضي د لسګونو تورونو لیست پر مېز کېښود، په جدیت سره یې عبدالله ته وکتل او ویې ویل: > "ته مسؤل یې د ۶۶ تنو اسرایلي وګړو د وژنې تا بمونه جوړ کړي، تا خلک روزلي، تا هر څه سنبال کړي!" `عبدالله چوپ و، خو د زړه له کومي یې وویل:` زه پر دې افتخار کوم، ځکه ما د اشغال پر ضد مبارزه کړې. که دا جرم وي، نو زه پر خپل جرم ویاړم `د محکمې شاهدان` د اسرایلو استخباراتو هغه کسان راوستل چې عبدالله یې ورسره لیدلی و، یا یې وسایل ورکړي وو. خو عبدالله یواځې یوه جمله وویل: زه هغوی ته وسیله وم، خو اراده هغوی خپله لرله. دا یو ولسي قیام و، نه ترهګري `د عبدالله غږ قاضي ته` کله چې عبدالله ته اجازه ورکړل شوه چې وروستۍ خبره وکړي، ده وویل: زه نه بخښنه غواړم، نه رحم. زه یو عقیدوي انسان یم، چې هدف مې پاک و: زه د الله لپاره وجنګېدم، نه د شهرت، نه د مقام، نه د انتقام لپاره `د محکمې پرېکړه` قاضي پرېکړه وکړه: عبدالله راغب البرغوثي ته ۶۷ مؤبده عمرونه! (یعنې: تر قیامته بند!) دا د فلسطین د تاریخ تر ټولو اوږده قید سزا وه. `عبدالله غبرګون` دی موسکی شو، قرآن ته یې اشاره وکړه، او ویې ویل: *حَسْبُنَا اللَّهُ وَنِعْمَ الْوَكِيلُ* (الله موږ ته بس دی، او څومره ښه کارساز دی!) `د قسط پیغام` عدالت هغه نه دی چې قاضي پرېکړه کوي، بلکې هغه دی چې تاریخ یې ومني. او تاریخ به ووایي: عبدالله نه یو قاتل، بلکې یو قهرمان و. `راتلونکی قسط` (۱۰م): به وي د زندان ژوند، د ابتلاء شېبې، د تنهايي شپه، او هغه امیدونه چې دی یې لا هم د قلب له ژورو لري. په درنښت، ستاسو ورور – ~*منتقم*~

Comments