د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
May 26, 2025 at 06:49 PM
*بسم الله الرحمن الرحيم* عبدالله راغب البرغوثي کتاب: أمير الظل (د سیوري امیر) قسط ۱۰ – کندهاری پښتو ژباړه *`قسط ۱۰: د قفس دننه آزادي`* عبدالله وايي: > "کله چې زه د عمر قید لپاره د جلبوع زندان تورې کوټې ته ولېږل شوم، داسې احساس مې کاوه، لکه د وخت له ټوله اوږدوالي سره، خو زړه مې لا هم آزاده فضا کې الوزي." `د زندان حالت` ده ته د یوازی خونخ ورکړل شوه، چېرې چې د ورځې یوازې ۴۰ دقیقې له خونې راوتلی شوای. باقي وخت، همدا یوه تنګه کوټه، دوه زولنې، او یو قرآن. `خو ده ویل:` > "زه له تور قفسه وېره نه لرم، ځکه چې ایمان مې د دې کوټې دیوالونه ماتووي." `د وحشت او زغم ورځ` ده ته له هر لوري فشار ورکاوه: – دروند ذهني فشار – رواني یرغل – د کورنۍ نه لیدو اوږده کلونه خو عبدالله دا شېبې د ربط النفس بالله وخت باله: زه خپل رب ته لا نږدې شوم... هغه ته مې د شپې ژړا وکړه. هغه مې قوت شو! `زندان، خو جهاد دوام لري` ده له زندانه دننه پیغامونه، شعرونه، لیکنې او فتواوې استولې. د حماس زنداني مجاهدین ده ته د خپل “شیخ القسام” لقب ورکړ. `یو اسیر لیکلي وو:` عبدالله موږ ته په زندان کې امید راکړ... هره ورځ به یې یوه جمله ویله: 'په تور کوټه کې هم الله شته، له هماغه ځایه به رڼا خپرېږي! `د قسط پای` ده ته وویل شول: ته به تر مرګه دلته پاته شې!" `ده وویل:` مرګ خو هر انسان ته راځي، خو د عقیدې لپاره مرګ د ژوند پیل دی!" `د قسط پیغام` زندان هغه څوک ماتوي چې روح یې تش وي، خو چا چې د الله مینه له سره وي، هغه ته زندان، محراب دی. `راتلونکی قسط (۱۱م):` به وي د عبدالله له خوا د کتاب لیکلو پیل، د “أمير الظل” د قلم کیسه، او هغه لومړني کرښې چې زندان یې بل ډول معنی کړه. په درنښت، ستاسو ورور – منتقم

Comments