
د فلسطیني مقاومت پیاوړی مجاهد عبدالله البرغوثي د یهودو په ذندان کي
May 28, 2025 at 12:26 PM
*بسم الله الرحمن الرحيم*
`عبدالله راغب البرغوثي`
کتاب: أمير الظل (د سیوري امیر)
قسط ۱۲ – کندهاری پښتو ژباړه
`قسط ۱۲: د کورنۍ زړګی ماتونکې کیسه`
عبدالله وايي:
د بمونو غږونه مې زغمل، د زندان یوازيتوب مې زغمل، خو کله مې د لور لیک ولوست... زړه مې مات شو!
`د لور لیک`
یوه ورځ، د زندان د چارواکو له لارې یو خط عبدالله ته راورسېد.
`د ده کوچنۍ لور لیکلی و:`
بابا جانه، زه پوهېږم چې ته راسره نه یې، خو زه هره ورځ د اسمان ستوري ته ګورم او فکر کوم ته به هم همالته یې... زه دې سترګې یادې کړم!
`عبدالله وايي:`
> "زه د یخې کوټې په کونج کې کښېناستم... خوښ وم چې دا لیک مې تر لاسه کړ، خو داسې ژړا مې وکړه، چې کلونه مې سترګو نه اوښکې نه وې تویې کړي."
`د مور او پلار درد`
عبدالله ته بل پیغام هم راورسېد، دا ځل د ده مور و پلار و:
> "زویه، که ته اوس زموږ تر څنګ نه یې، خو موږ دې دعاګانې هره ورځ کوو، او ویاړو چې زوی مو د امت د عزت لپاره بندي شوی دی!"
`عبدالله ولیکل:`
د دوی دعا زما د روح قوت و، دا دعاوې وې چې زه یي د ټوټې ټوټې کېدو له ویرې وساتلم!"
`د خوب تعبیر`
عبدالله خوب ولید، داسې خوب چې ده ته د الهام په څېر ښکاره شو.
`خوب کې یې لېدلي:`
یو تور زندان و، خو دروازه یې خلاصه شوه، یو رڼا خوره شوه، او یو ماشوم لاس را اوږد کړ:
'بابا، راځه کور ته لاړ شو!
او زه پاڅېدم!`
`عبدالله دا تعبیر کړ:`
زه پوه شوم، که دنیا دا قید دوامدار هم وبولي، خو الله ته نېږدې کېدل، خپل کور ته راستنېدل دي – که نه دلته، نو هلته!"
`د قسط پای`
`عبدالله وویل:`
زه دې قید ته د کور قلف وایم، خو کلۍ زما عقیده ده، او زه یې هره ورځ خلاصوم.
`د قسط پیغام`
خاندان د مجاهد لپاره تر ټولو لوی قرباني وي.
خو هغه څوک چې د حق لپاره جګېږي، د زړه او دعا په تار له خپلوانو سره تل نښتی وي – حتی که د دنیا د فولادو دروازې ترمنځ وي.
`راتلونکی قسط (۱۳م):`
به وي د زندان د نورو اسیرانو کیسې، د قسامي روحیې خپرېدل، او د مجاهدینو ترمنځ د البرغوثي قیادت څرکونه.